په میدان وردګ ولایت کې د څه د پاسه ۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۰ - ۱۰:۳۲
srgfgd

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند د دادل سهاک لومړني ښوونځي ودانۍ چې د یو همکار بنسټ له لوري د ۳ مېلیونه ۸۱۳ زره افغانیو په لګښت یې د جوړیدو چارې پیل شوې وې، نن د پوهنې ریاست مسئولینو او ځایي خلکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د دغې ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو په خپلو خبرو کې د یاد ښوونځي جوړېدل د پوهنې په پیاوړتیا او پراختیا کې خورا اغېزمن وبلل او څرګنده یې کړه چې له دې سره به د زده کوونکو ډېری ستونزې حل شي.

د یادولو ده، چې د ښوونځي دغه ودانۍ مجهز درسي ټولګي، عصري تشنابونه او د پاکو اوبو سیسټم له نورو اړینو ملحقاتو سره لري.

د سیمې خلکو هم د دغه ښوونځي پر پرانیستلو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې وزارت له پاملرنې او کړنو یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS