غزني ولایت کې د خلکو په مرسته د یو باب مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه
د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د عمر فاروق (رضی الله عنه) مدرسې ودانۍ، د یو مېلیون افغانیو په لګښت، دیادې ولسوالۍ د خلکو په مالي مرسته جوړه او د هغو مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې رئیس، مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر استازو او دیني علماءکرامو حضور درلود، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ويناوالو په ټولنه کې د پوهنې پر ارزښت او اهمیت د خبرو ترڅنګ له عامو خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان د علم پوهې ترلاسه کولو په موخه مدارسو او ښوونځيو ته واستوئ.