د بدخشان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۲۲
hfdhff

د بدخشان ولايت پوهنې رئيس مولوي نصرت الله فيضاني چې د پوهنې رياست د ځينو ستونزو د حل، وړانديزونو او چارو ترسره کولو په موخه مرکز ته سفر کړی، نن يې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل.

په یاده کتنه کې دواړو لوریو د بدخشان ولايت پوهنیز حالت په باب مفصلې خبرې وکړې او د دغه رياست د پرمختګونو ، دندو او اداري ستونزو په باب يې نظرونه تبادله کړل.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د بدخشان ولايت پوهنې رياست له کړنو څخه د ستاينې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د شته ستونزو په حل کې به له دغه رياست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS