د څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، کابل ښار اړوند یو باب ښوونځي کې ۶ درسي خونې ورغول شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۱:۱۷
rewte

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د محمد فاروق منځني ښوونځي لپاره د درسي ټولګيو جوړولو پروژه، چې څه موده وړاندې د پوهنې د یوې همکارې ادارې له لوري د یو مېلیون ۳۰۵ زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت پیل شوې وه، بشپړه او د کابل ښار پوهنې مسئولینو، آمرینو، د دغه ښوونځي د استاذانو او د سیمې د خلکو د استازو په حضور کې پرانیستل شوه. د کابل ښار پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: په دې پروژه کې ۶ درسي ټولګي، پینځه تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو يو حلقه څاه شامله ده، چې له امله يې د زده کوونکو د ښوونیز چاپېریال په برخه کې ستونزې هوارې شوې. د یاد ښوونځي منسوبینو او زده کوونکو هم د دې ودانۍ له جوړېدو خوښي څرګنده او د هېواد بچیانو لپاره د زده کړې د چاپېريال په برخه کې يې د پوهنې وزارت له فعاليتونو ستاينه وکړه. د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د خلکو له مادي او معنوي همکاریو ستاینه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS