د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس له پروان ولایت څخه لیدنه وکړه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴
aserw

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکيتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس مولوي سمیع الحق حماس په مشرۍ پلاوی، پروان ولایت ته ورسېد. لومړی پلاوي د دغه ولایت له پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي او پوهنې آمرینو سره په کتنه کې، په بېلابېلو تعلیمي موضوعاتو تفصیلي بحثونه وکړل. د پوهنې وزارت پلاوي یاد ولایت ته د خپل سفر موخه، د پوهنې د بودیجې د مصرف ارزونه، د تدارکاتي پروژو، د پاتې اسنادو او حوالو، د مدارسو د نویو لارښودونو برابرول، د ښوونکو د تدریسي ساعتونو تنظیمول، د ښوونکو د پورونو صندوق پرانیستل، د کار او املاکو په برخه کې د بیارغونې او ساختماني پروژو وضعیت له نږدې څېړل وبلل او د پوهنیزو پروژو پلي کولو برخه کې یې د بودیجې په لګښت کې پر روڼتیا ټینګار وکړ. له بلې خوا د یاد ولايت پوهنې مسئولينو ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د تدارکاتو پروژو په پلي کولو کې د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړ. د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت پلاوی به د پروان له یو شمېر مدارسو او ښوونځيو څخه هم لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په هلمند ولایت کې د پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره لارښوود غونډه جوړه شوه

د هلمند ولایت د ۱۸ ګونو ولسوالیو پوهنې آمریتونو اړوندو معتمدینو لپاره یوه ورځنۍ لارښوود غونډه ترسره شوه.

د پوهنې مسوولینو په وینا، په یاده غونډه کې ګډونوالو ته د توکو منظم ثبت، د شته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۰:۲۱
Background image

د فاریاب ولایت له ښوونځیو سره نږدې  د۲۰ زره ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د یوې همکارې ادارې له لوري د فاریاب ولایت پوهنې ریاست سره له لومړي څخه تر پنځم ټولګي پورې ۱۸۳۰ ټوکه درسي کتابونه مرسته شوې، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۶۶ زره او ۷۷۰ افغانۍ کېږي.
ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۹:۴۱
Background image

د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره نږدې د ۴ زره کڅوړې مرستندویه درسي توکومرسته شوې

د یوې همکارې ادارې له لوري د کاپیسا ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳ میلیونه ۴۷ زره او ۲۰۹ افغانیو په  ارزښت ۳۹۲۷ کڅوړې مرستندویه درسي توکو مرسته وشوه.
په یادو توکو کې د ښوونځي بکسونه،. . .

BACK TO NEWS