د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو "اوونیز راپور"

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۳:۹
1445

د پوهنې وزارت د دعوت ارشاد ریاست رٸیس مولوي جمعه خان سروري او ورسره مل پلاوي، تېره اوونۍ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د څارنې له رٸیس محترم مولوي فضل ربي سره وکتل او په یو لړ مهمو موضوعاتو یې بحث او خبرې اترې وکړې.

همدارنګه تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د مرکزي هستې ټولو کارکونکو ته د دیني درسونو لړۍ دوام درلود او د یادې اوونۍ په درشل کې د مولوي بسم الله احسان لخوا ټولو منسوبینو او کارکوونکو ته علمي او اغېزناکه وینا ترسره شوه.

دغه راز نوموړي د پوهنې وزارت له ټولو منسوبینو څخه وغوښتل، تر څو خپلو مسئولیتونو او دندو ته په جدي ډول متوجې واوسي او د مراجعینو کارونه پرته له ځنډ څخه په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

په ورته مهال له ولایتونو څخه را رسېدلي راپورونه ښیي چې؛ د دعوت او ارشاد ریاست د پلان او کړنلارې له مخې د پوهنې ټولو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه.

له بلې خوا تېره پنجشنبې ورځ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د څارنې رئیس په مشرۍ او د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د مسئولینو په ملتیا، د شخصي کورسونو له ګڼ شمېر بنسټ اېښودونکو، مدیرانو او استادانو سره ناسته وشوه، چې پکې په یو شمېر مهمو اصلاحي موضوعاتو باندې خبرې ترسره شوې.

د دعوت او ارشاد ریاست چارواکو د یادو تعلیمي بنسټونو مسئولینو ته وویل، چې د پوهنې وزارت له لوري په ټولو تعلیمي ادارو کې مبلغین ګمارل شوي، تر څو اړوندو کارکوونکو ته د دعوت ارشاد ترتيب شوی نصاب تدریس او ترڅنګ یې د لمانځه، سربېره د سیرت صورت اړوند لازمې سپارښتنې وکړي.

همدارنګه هغوی د کورسونو له مسئولینو وغوښتل چې باید په خپلو ښوونیزو ادارو کې مبلغین وګماري او د دعوت ارشاد ریاست لخوا څخه ترتيب شوی درسي کتاب ټولو منسوبینو ته تدریس کړي.

د غونډې ګډون والو په خورا مینه او اخلاص سره ژمنه وکړه چې د دعوت ارشاد ریاست ټولې لارښوونې به ډېر ژر په خپلو تعلیمي مرکزونو کې پلې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS