د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس جوزجان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۱:۸
sa

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب په مشرۍ یو پلاوي جوزجان ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي سید حفیظ الله معتصم بالله او مسئولینو سره د لیدنې پر مهال، د ديني مدارسو د ثانویه او مافوق ثانویه مرحلو د هغو آزموينو له بهير څخه لیدنه وکړه، کوم چې د شنبې په ورځ، رجب المرجب مياشتې په لسمه نېټه په ټول هېواد کې پيل شوې.

نوموړي په جوزجان ولايت کې د پوهنې وزارت لوړپوړو څارونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې په بشپړ ډول سره د آزموینې نظم او ډسپلین په پام کې ونیسي.

له بلې خوا د جوزجان پوهنې مسئولينو هم ياد ولايت ته د مقام د دفتر لوی رئیس سفر یو نېک اقدام وباله او په دغه ولايت کې يې د پوهنې وزارت د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS