د میدان وردګ ولایت خلکو په تېره مرغومي میاشت کې له پوهنیز نظام سره مرستې کړې دي

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۵:۲۴
125

د روان لمریز کال په مرغومي میاشت کې د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد، نرخ، جلریز او بهسودو ولسوالیو عامو خلکو له ۳۱ بابه ښوونځیو سره څه د پاسه ۳،۵ مېلیونه افغانۍ مالي مرستې کړې دي، چې د ښوونځیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مصرف شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې په دغه ولايت کې له پوهنیز نظام سره څه د باندې ٢٤،٥ مېليونه افغانۍ مالي مرستې شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري د خلکو، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت د معارف دوسته اوسېدونکو له مادي او معنوي مرستو څخه خوښي څرګنده او په دې برخه کې یې د دوی له ملاتړه مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS