د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۴:۵۱
14

د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو او اداري بستونو هغو شارټ لېسټ شویو ګډونوالو ته کوم چې د یو شمېر ستونزو له امله آزموینې ته نه دي حاضر شوي، خبر ورکول کېږي، چې د غیرحاضرانو آزموینه به په مرکز کابل کې واخیستل شي.

د یادې آزموینې لپاره نوم لیکنه یکشنبې، دوشنبې او سې شنبې ورځو کې (چې سلواغې له ۲۸مې، ۲۹مې، ۳۰مې سره سمون لري) د آزموینو ملي ادارې کې ترسره کېږي.

د آزموینې حق‌الشمول:

اداري بستونه: ۵۰۰ افغانۍ

ښوونکې بستونه: ۲۰۰ افغانۍ

(دا فیس د نوم لیکنې پر مهال اخیستل کېږي.)

د غیرحاضرانو لېست په لاندې لېنک کې خپور شوی:

https://nexa.gov.af/ps/moe-absents

د آزموینو ملي ادارې پته:

کابل، شهرنو، د کورنیو چارو وزارت زړې ودانۍ ته تلونکی سړک، یفتلي کوڅه؛

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار زون د علماءکرامو نوم‌لیکنې په اړه، د عمومي تخصصاتو او ديني جامعاتو ریاست د ازموینې لپاره د پوهنې وزارت خبرتيا

ټولو هغو قدرمنو علماءکرامو ته چې د ازموینې لپاره یې نوم‌لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي چې:
۱ــ یاده ازموینه به د جمعې په ورځ، د ۱۴۴۷/١١/٧هجري قمري نېټه (د ۱۴۰۵/۰۲/۰۴ لمریز کال) په کابل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۱۰
Background image

په هلمند ولایت کې د ۵۲ تنو راستنو شویو زده‌کوونکو تعلیمي کچه وارزول شوه

د هلمند ولایت پوهنې ریاست، د ۵۲ تنو هغو ماشومانو څخه، چې له کډوالۍ وروسته خپل ولایت ته راستانه شوي دي، د تعلیمي کچې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د مسوولینو په وینا، یاد زده‌کوونکي به د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۷
Background image

په بامیان ولایت کې ۷۰۰ تنو اړمنو زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د بامیان پوهنې ریاست، د یاد ولایت په مرکز کې ۷۰۰ تنو بې‌‌سرپسته زده‌کوونکو لپاره د روغتیايي کڅوړو او درسي موادو وېش لړۍ پیل کړه.
یادې مرستې چې د یوې خیریه ادارې په ملاتړ برابرې شوې، پکې. . .

BACK TO NEWS