د پوهنې وزارت سرپرست په رسمي سفر کندهار ولایت ته ولاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۰:۱۸
215

د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د تعلیمي وضعیت ارزونې او ځینو رسمي چارو ترسره کولو په موخه یاد ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د مسئولینو سره د لیدنو سربېره، د همدغه ولایت د عظیم الله، محمود طرزي او تجربوي عالي لېسو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
د پوهنې وزارت سرپرست د یادو لېسو د اداري، تدریسي او چاپېریالي چارو بیاکتنې پرمهال، اړوندو مسئولینو او ښوونکو ته په جلا جلا غونډو کې د افغانستان.ا.ا. د عالي مقام د مشرتابه د فرمانونو، سپارښتنو او دامربالمعروف او نهی عن المنکر له قوانینو یادونه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د یادو فرمانونو او قوانینو په پلي کولو کې په بشپړه توګه هڅې وکړئ او په تطبیق کې یې جدي واوسي.
همدارنګه نوموړي د هېوادبچیانو د سالمې ښوونې او روزنې کیفیت پر لاپیاوړتیا ټینګار وکړ.
بلخوا؛ د یادو لېسو چارواکو او ښوونکو د پوهنې وزارت د مشرتابه له سفر څخه د خوښۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دوی به د اسلامي نظام د مشرتابه او پوهنې وزارت د رهبرۍ پرېکړې او لارښوونې په دقیق او درست ډول پلي کړي او د هېواد د نوي نسل د زده کړې په برخه کې به خپلې هڅې په خورا شفقت او بشپړ اهتمام سره لاپسې زیاتې کړي.
د همدغو لیدنو په پای کې، سیمه ییزو چارواکو د وزارت مشرتابه سره یو لړ نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې، چې د پوهنې رهبرۍ له لارې ورسره د حل په برخه کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۳۳
Background image

د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د بهرنیو اړیکو او تمویلوونکو د رئیس مفتي محمد حسن حقاني په مشرۍ پلاوي فاریاب ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د پوهنې له رئیس الحاج مولوي عبدالله رحماني او د پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۲۹
Background image

په دایکنډي ولایت کې ښوونځیو ته د قرطاسیې او درسي وسایلو وېش لړۍ پیل شوه

د دایکنډي ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د ۷ زره او ۴۳۸ کڅوړو قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولین وايي: « په دغو مرستو کې د ۷۰ زره او ۳۴۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي زده‌کوونکي د پاکو اوبو له اسانتیاوو برخمن شول

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند د سلوزي کلي «سلوزي لېسې» د څښاک پاکو څاه کیندلو چارې د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې.
د مسوولینو په وینا، د یاد څاه د کیندلو او تجهیز لګښت د. . .

BACK TO NEWS