کندهار ولایت کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو باب دیني مدرسې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۲:۵۵
بلتا

د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ اړوند په ناخېل اباد کلي کې یو باب دیني مدرسه، چې د سیمې د خلکو په په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو لګښت سره جوړه شوې وه، د پوهنې وزارت او یو شمېر ځایی چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شوې مدرسې ودانۍ؛ ۴ درسي خونې، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات لري.
د پوهنې وزارت مشرتابه، د ښوونیز نظام لاپیاوړتیا برخه کې د خلکو  له مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو او زده‌کوونکو غواړي، تر څو د عامه شتمنیو ساتلو او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۵
Background image

د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند احیاءالعلوم الامنیه مدرسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د دوو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۳
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د پنجشېر ولایت دره، آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو اړوند د ساینس او ریاضي مضمونونو۱۱۲ تنو ښوونکو لپاره د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړونې شپږ ورځنۍ برنامه جوړه شوه.
د دغې برنامې موخه د. . .

BACK TO NEWS