د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا پوهنې وزارت ته ۱۵۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د املاکو او ښوونځیو د ساتنې او د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځمکې د لیږد او وېش رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې د افغانستان اسلامي ا/مارت د مشرتابه عالي مقام د حکم سره سم، په پوهنې وزارت کې د تعلیمي زیربناوو د ملاتړ او پراختیا لپاره، د یاد وزارت لخوا ۱۵۰ جرېبه ځمکه په رسمي ډول پوهنې وزارت ته وسپارل شوه.
د غزني ولایت په مرکز قلاتي کلي کې د ۱۵۰ جرېبه ځمکې اسناد د کرنې وزارت د ځمکې د لېږد او وېش د رئیس مولوي سید محمد سعید او د پوهنې وزارت د املاکو او ښوونځیو د ساتنې د رئیس مولوي سمیع الحق حماس لخوا لاسلیک او په رسمي ډول وزارت ته وسپارل شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد وزارت د تعلیمي او پرمختیایي پلانونو او پروګرامونو لپاره د رسمي ادارو او علم پروره افغان ملت له ملاتړ ستاینه، هرکلی او قدرداني کوي.