د غزني ولایت ښوونځیو ته د درسي موادو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۲۵
21

د پوهنې یوې همکارې ادارې لخوا د ۷۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي مرستو وېش بهیر، په رسمي ډول د غزني ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني په حضور کې پیل شو.

پورته ذکر شويو درسي مرستو کې کتابونه، د ښوونځي بکسونه، خېمې، تورې تختې، د لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي پورې درسي کتابونه او نور اړین توکي شامل دي او له پلان سره سم به د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

د پوهنې رئیس په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې دا تدریسي مرستې به په شفاف ډول د مسئولې کمېټې لخوا د هغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته توضېع شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه له پوهنیزنظام سره د همکارو ادارو مرستې ستایي او دا ډول اقدامات په ټولنه کې د پوهنې لاښه والي لپاره یو مهم ګام ګڼي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS