د پوهنې وزارت محترم سرپرست له لوري د کانکور ازموینې ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۴:۴۱
ooj

د ۱۴۰۴ لمریز کال د کانکور ازموینې لسو تنو غوره زده‌کوونکو ستاینې مراسم، د پوهنې وزارت د سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا، محترمو معینانو، د مقام د دفتر لوی رئیس، یو شمېر مرکزي رئیسانو او د زده‌کوونکو د کورنیو په جضور کې ترسره شول.

مراسم د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط «حقاني» له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا په خپله وینا کې د سږ کال کانکور ازموینې غوره زده‌کوونکو ته مبارکي وویله او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: "تاسو د هېواد د راتلونکي معماران یاست او ټول ملت ستاسو صادقانه خدمت ته سترګې په لار دی؛ ترڅو خپل هېواد د پرمختګ په لور سوق او بشپړ ځان بسیاینې ته ورسوئ. له همدې امله، دا اړینه ده چې تاسو د پوهې په ترلاسه کولو کې هڅې وکړئ او ځان د هېواد او ملت خدمت ته په صادقانه او بشپړ اخلاص سره ژمن وګڼئ."

نوموړي زیاته کړه: "د پوهنې وزارت ژمن دی چې د هېواد د مدارسو او ښوونځيو زده‌کوونکو ته لاډېرې تعلیمي اسانتیاوې برابرې او په دې برخه کې هر اړخیزې هڅې کوي."

په ورته مهال د دیني او عصري علومو برخه کې د کانکور ازموینې دوو تنو غوره نمرو اخیستونکو هر یو احمد فیصل او سیدموسی په خپلو خبرو کې، د پوهنې وزارت او نورو اړوندو ادارو د قدرمن مشرتابه له هڅو څخه د مننې څرګندولو سربېره، د دوی استقامت، شپه او ورځ هڅې او د کورنیو او ښوونکو ملاتړ د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب سبب وباله.

همدارنګه هغه ستاینلیکونه او ډالۍ چې د وزارت لخوا د کانکور ازموینې ۱۰ تنو ممتازه زده‌کوونکو لپاره چمتو شوې وې، د وزارت محترم مشرتابه له لوري پر هغوی ووېشل شوې.

په پای کې غونډه د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم الحاج مولوي سخا‌ءالله «سعید» له لوري د خیر او فلاح مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د روان(۱۴۰۴ لمریز کال) په لومړیو ۹ میاشتو کې څه د پاسه ۲۳ مېلیونه افغانیو په لګښت، د سمنګان ولایت ۳۲ بابه ښوونیز مرکزونه ترمیم او رغول شوي 

د سمنګان ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو ۹ میاشتو کې، د پوهنې وزارت له بودیجې او د ځینو تعلیمي بنسټونو په مالي مرسته، د یاد ولایت په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د بدخشان ولایت اړوندو تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې پروسه

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست خبرپاڼې پر بنسټ: د ۱۴۰۴ ل کال په اوږدو کې، د ارګو، درایم، ارغنجخواه، تشکان، کوف‌آب، خواهان، مایمي، کوهستان، شهر بزرګ، یفتل پایان، کاشیم، خاش، جرم، بهارک، شهدا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۳۲
Background image

مساعدت میز و چوکی به مکاتب ولایت سرپل

به گفته محترم مولوی محمد رحمانی رئیس معارف ولایت سرپل، یکی از نهاد های کمک کننده معارف در این ولایت  مجموعا ۹۰  پایه میز و چوکی شاگردان را به ریاست معارف ولایت یاد شده مساعدت نمود.
موصو. . .

BACK TO NEWS