د پکتیکا ولایت له پوهنې مرکزونو سره څه د پاسه ۴.۳ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۴۴
551

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، د روان لمریز کال په تېرو څلورو میاشتو کې، د ښوونځیو شوراګانو (چارواکو، ښوونکو، د زده‌کوونکو والدینو، مشرانو او اوسېدونکو) له لوري، د یاد ولایت له پوهنې بنسټونو سره د ۴ مېلیونه، ۳۲۴ زره۱۵۰ افغانیو په اندازه مالي مرسته شوې ده.

د دغه ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد په وینا، دا مرسته د ودانیو ترمیم، د څښاک پاکو اوبو تهیه کولو، تعلیمي اسانتیاوو برابرولو او د سالم تعلیمي چاپېریال آماده کولو په برخو کې لګول شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېوادوالو، په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه ستاینه او هرکلی کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS