لغمان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۵۱
245

د لغمان ولایت دولت شاه ولسوالۍ اړوند لیرې پرتې فرشغان سیمې د ښوونځیو ۱۶ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځني روزنیز ورکشاپ، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

د لغمان ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي شاه جهان ساجد له ګډون‌والو وغوښتل چې له سیمینار څخه ترلاسه کړي مهارتونه په خپلو تعلیمي بنسټونو کې پلي کړي.

ګډون‌والو هم د داسې علمي غونډو پیل څخه خوښي څرګنده او د ورته نورو ګټورو تعلیمي پروګرامونو غوښتنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS