په هلمند ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي کتابونو وېش بهیر پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۲۶
شسشس

د هېواد په ګرمو ولایتونو کې د نوي ښوونیز کال په رارسېدو سره، د هلمند مرکز لښکرګاه ښار او د یاد ولایت په ولسوالیو کې د تعلیمي مرکزونو له ۶۹ زره تنو څخه زیاتو زده‌کوونکو لپاره د قرطاسیې او درسي کتابونو وېش پیل شوی دی.

پورته ذکر شوي مواد، چې د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا تمویلېږي، پکې د قرطاسیې او درسي کتابونو ۲۸ زره ۰۴۸ کڅوړې شاملې دي.

د پورته ذکر شويو موادو وېش پروسې د پرانیستې په مراسمو کې، د هلمند ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري، د ګدامونو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې پورته ذکر شوي مواد او قرطاسیه په منظم ډول د مرکز او ولسوالیو تعلیمي مرکزونو ته ووېشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د کابل ښار تعليمي حوزو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سيمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ښار یو شمېر ښوونیزو حوزو ښوونکو ته، د یاد وزارت د غونډو په تالار کې یو ورځنی اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۲
Background image

رسنیزبلنلیک

(د کابل ولایت د ولسوالیو د پوهنې اړوندو۲۹ اداري بستونو رقابتي ازموینې په تړاو)

د کابل ولایت پوهنې ریاست د وړ کسانو ګومارنې په موخه، د ولسوالیو د پوهنې ادارو د ۲۹ خالي اداري بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د دایکنډي ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ په «دهن‌قل ساران» لېسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پر هغه ۴ جریبه وقف شوې ځمکه پیل شوې، کوم چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې. . .

BACK TO NEWS