د بدخشان ولایت د ښوونځیو ۱۳۰ تنو کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۹
545

له پوهنې سره د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي ملاتړ د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۱۳۰ تنو مدیرانو، ښوونکو او سرښوونکو لپاره "د اغېزمنې زده‌کړې او وړتیا لوړولو" تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

د پوهنې چارواکو په خپلو پرانیستونکو ویناوو کې د دغه شان ورکشاپونو جوړول د ذهنیت جوړونې، تجربو تبادلې او د ښوونکو او د پوهنې شوراګانو غړو د مسلکي مهارتونو لاښه‌والي په لور یو مهم ګام وباله او له ګډون‌والو یې وغوښتل چې د تدریس په برخه کې د روزنیز ورکشاپ له منځپانګې څخه ډېره ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS