په جوزجان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې عملي چارې پیل شوې

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۴
5145

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي لعل جان رشید په وینا، د درې بابه ښوونځیو جوړولو او بیارغونې پروژې د ۱۳۶ زره ۷۰۰ امریکایي ډالرو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ سره پیل شوې دي.

د نوموړي په ​​وینا، د شبرغان ښار په جلال آباد عالي لېسه کې، د شپږو درسي ټولګیو، دوو اداري خونو، لس غرفې تشنابونو، احاطوي دېوال، د اوبو څاګانو کیندلو او لمریزې برېښنا سیسټم پروژې، د ۱۰۳،۸۶۳.۵۹ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د شبرغان ښار د افشار خانه منځني ښوونځي لپاره د ۳۶۴ متره اوږد احاطوي دېوال جوړول هم د ۲۴،۳۸۲.۷۸ امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوي دي.

همدارنګه، د یاد ولایت د آقچه ولسوالۍ په ینګي اریغ عالي لېسه کې، د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه چې د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک اوبو ذخیره هم لري، د ۸,۴۵۳.۶۳ امریکایي ډالرو په لګښت ترمیم او فعالېږي.

د جوزجان پوهنې رئیس ټینګار وکړ چې دا پروژې به د همکارو ادارو لخوا د لاسلیک شوي قرارداد پراساس په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS