په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې جوړې شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۸
144

د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ اړوند د شیخا اړوند سیمې منځني ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت، د ښوونځي د کارکوونکو او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، په یوه وقف شوې ځمکه کې(چې ۶ بسوې مساحت لري) جوړې شوې. یادې درسي خونې د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د همدغې ولسوالۍ پوهنې مسئولین هم پکې حاضر شوي وو افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د بدخشان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د دغو درسي خونو جوړېدل د لېرې پرتو سیمو د تعلیمي وضعیت لاښه‌والي په برخه کې ارزښتناک ګام وباله او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې د سیمې د خلکو له ژمنتیا څخه مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۸
Background image

په بدخشان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې جوړې شوې

د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ اړوند د شیخا اړوند سیمې منځني ښوونځي لپاره ۸ درسي خونې د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت، د ښوونځي د کارکوونکو او د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، په یوه وقف شوې ځمکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۴۵
Background image

په کونړ ولایت کې د زلزلې له زیانمنو شویو کورنیو سره ۱.۷ مېلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د کابل ښار پوهنې ریاست، د وروستیو زلزلو له امله د کونړ ولایت له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو راټولولو کمپاین ترسره کړ، چې په ترڅ کې یې د کابل ښار له ښوونځیو څخه ټولټال ۱.۷ مېلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یو باب منځني ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ اړوند د بیرکه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې رغنیزې چارې یې څه موده مخکې د یو همکار بنسټ په ملاتړ د ۱۹.۹۵ مېلیونه افغانیو لګښت سره پیل شوې وې، د پوهنې مسئولینو،. . .

BACK TO NEWS