په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۱۰
514

د نورستان ولایت عبدالوکیل خان عالي لېسې بیارغونه د ۲ مېلیونه ۴۵ زره ۹۰۰ افغانیو په لګښت بشپړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې بیا پرانیستل شوه.

په دې بیارغونه کې د دېوالونو جوړول، د دروازو او کړکیو بیارغونه او د پاکو اوبو سیسټم فعالول شامل دي.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي تاج محمد مطمئن د دې پروژې بشپړېدل د اغېزمنې زده‌ډکړې لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه: ښوونه او روزنه د هر ملت د پرمختګ بنسټ دی. موږ به په هر حالت کې د زده‌کړې پیاوړتیا او د خپلو ماشومانو لپاره د روښانه راتلونکي جوړولو لپاره جدي او دوامداره هڅې کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS