د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې، د غزني ولایت له پوهنې سره د خلکو له خوا له ۳۹ مېلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۱۸
21

د غزني ولایت پوهنې ریاست مسئولین وايي: د سیمه‌ییزو خلکو او مرستندویانو په همکارۍ د ښوونځیو شوراګانو سره په همغږۍ، د روان کال له پیل راهیسې په یاد ولایت کې د مدارسو او ښوونځيو د ترمیم لپاره په ټولیزه توګه ۳۹ مېلیونه ۲۴۳ زره ۵۶۰ افغانۍ مرسته شوې ده، چې د لاندې موخو لپاره په مصرف رسېدلې ده:

* د ښوونځیو د ودانیو ترمیم او بیارغونه؛

* د هغو ښوونځیو لپاره د ځمکې پیرودلو لپاره چې پراختیا ته اړتیا لري.

* د اړینو تعلیمي او اداري تجهیزاتو پېرودلو لپاره؛

د پوهنې چارواکو په وینا، دغه مرستې د تعلیمي خدمتونو کیفیت ښه کولو، د ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو او د معیاري ښوونیزو او روزنیزو چوپړونو په وړاندې کولو کې مثبت او اغېزمن رول لوبوي.

د پوهنې وزارت مشرتابه د هېواد د پوهنیز نظام لپاره د خلکو له ملاتړ څخه مننه او ستاینه کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۹
Background image

د کابل ښار د يوې لېسې نوې ودانۍ جوړولو پروژه وارزول شوه

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس، له خپل تخنیکي پلاوي سره د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د قلعه حشمت خان لېسې د درې پوړیزې او ۲۴ درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۶
Background image

په کونړ کې د مدارسو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د کونړ ولایت د مدارسو ۱۸۳تنو آمرینو، مدیرانو او مهتممینو لپاره لس ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه.
تمه ده چې د دغې روزنیزې برنامې په ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په هرات کې یوې لېسې لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اړوند مولانا واعظ کاشفي لېسې لپاره د ۱۴۰ زره افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او فعال شو؛ څو د ښوونې او روزنې د بهیر پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې. . .

BACK TO NEWS