د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د ننګرهار ولایت له تعلیمي وضعیت څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د یاد وزارت د مالي چارو رئیس مولوي صدرالدین سعد په ملتیا، ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په جریان کې د خوږیاڼو ولسوالۍ پوهنې آمریت او د هغې ولسوالۍ له حکیم آباد ښوونځي څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د حکیم آباد عالي لېسې څخه د لیدنې او ستونزو اورېدلو وروسته، د سیمې د قومي مشرانو سره ولیدل او د یادې ولسوالۍ د تعلیمي وضعیت په اړه یې د خبرو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ د تعلیمي ستونزو په حل کې به همکاري وکړي.
ورپسې د ننګرهار ولایت پوهنې چارواکو یاد ولایت ته د پوهنې پلاوي له سفر څخه مننه او هرکلی وکړ.