د کونړ ولایت په پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
jhukm

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د کونړ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محب الله حیدري، د چارو اداري لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ساده کولو مرستیال مفتي محمد فرید غزنوي او د پوهنې کارکوونکو په حضور کې ترسره شو.
لومړی د یاد ولایت پوهنې رئیس ګډون‌والو د ښه راغلاست پرمهال وویل چې د اداري چارو ساده کول د دندو د ښه والي او خلکو ته د خدمتونو د ګړندي کولو لپاره یو له اساسي اړتیاوو څخه دي او زیاته یې کړه چې د دې پروسې پلي کول کولی شي د اداري کارونو پېچلتیا کمولو، روڼتیا زیاتولو او د پوهنې خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي.
ورپسې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ساده کولو مرستیال  هم د دې پروسې د اهمیت او اهدافو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او د ګډون‌وال رول یې د هغو په بریالیتوب کې حیاتي وباله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پکتیا ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې درسي خونې او لوبغالی جوړېږي

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند شهید منصور لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو لوبغالی جوړېږي، چې پکې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د وسایطو تمځای او نور اړین ملحقات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
Background image

د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

BACK TO NEWS