د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس جوزجان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۴۰
654165

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ پلاوی جوزجان ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مولوي لعل جان راشد، د ولسوالیو د پوهنې پروګرامونو له آمرینو او د یاد ولایت د مرکز اړوندو ښوونځیو له چارواکو او مسئولینو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د جوزجان پوهنې رئیس مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پوهنې وزارت تعلیمي پروګرامونه یې خورا اغېزمن وبلل.
ورپسې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس د خپل سفر اساسي موخه، د جوزجان له پوهنې چارواکو سره لیدنه او د پوهنې په برخه کې د دعوت او ارشاد د پروګرامونو له پلي کولو څارنه بیان کړه.
همدارنګه نوموړي د ټولنې د اصلاح او د اسلامي امت د ورورګلوۍ په پیاوړتیا کې د اسلام مقدس دین د رول په اړه ارزښتناکه ویناه وکړه او له چارواکو یې وغوښتل چې د الهي احکامو، د رسول الله «صلی الله علیه وسلم» د سنتو او لارښوونو په پلي کولو کې ټولې هڅې وکړئ.
غونډه د خیر په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS