پکتیکا ولایت کې ۲۱ بابه ښوونځي د لمریزې برېښنا په سیسټمونو سمبالېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۰
56

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، ​​چې د تعلیمي خدمتونو پیاوړتیا لپاره به د مرکز او یو شمېر ولسوالیو په ۲۱ بابه ښوونځیو کې د ۲۶ مېلیونه افغانیو په اټکلي لګښت د لمریزې برېښنا سیسټمونه نصب او فعال شي.
یاد سیسټمونه به د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شي او اساسي موخه یې د ښوونځیو په اداري او تدریسي څانګو کې د برېښنایي اسانتیاوو برابرول دي.
د پکتیکا پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد دغه پروژه یو مهم پرمختګ وباله او ویې ویل چې په یادو ښوونځیو کې د دغه سیسټم په فعالېدو سره به د یادو ادارو برېښنایي ستونزه حل شي.
د پوهنې ریاست د تخنیکي چارواکو په وینا، د ښوونځیو د اړتیاوو سره سم به د دې سیسټمونو ظرفیت ۵، ۷ او ۱۰ کیلو واټه وي.
په دې سیستمونو کې هایبریډ انورټرونه، د برېښنا ذخیره کولو بېټرۍ، لمریزې برېښنا تختې، سویچونه، څراغونه او نور تخنیکي وسایل شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS