د پوهنې محترم وزیر په سرپل ولایت کې څه د پاسه ۸۹ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸۹ ترميماتي پروژې پرانيستې

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۰
xbvxcv

د هېواد د پوهنې وزير محترم الحاج مولوي حبيب الله آغا، شمالي ولايتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، سرپل ولايت ته ورسېد او هلته یې د ولايتي مقاماتو او پوهنې مسئولينو سره تر ليدنو وروسته، د ۷۸ مېليونه۳۶۶ زره او ۵۸۱ افغانيو په لګښت د ۸۹ بابه تعليمي مرکزونو د جوړولو او ترميم پروژې چې تازه بشپړې شوې دي، ګټې اخيستنې ته وسپارلې.
همدارنګه نوموړي په هغه غونډه کې ګډون وکړ، کوم چې په همدې مناسبت د سرپل ولايت مقام د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه او پکې د یاد ولایت والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسئولينو او ديني علما‌ءکرامو ګډون درلود.
لومړی د سرپل ولايت پوهنې رئيس، د پوهنې محترم وزير او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل:«د پوهنې محترم وزير حضور زموږ د ټولو د خوښۍ، ویاړ او روحيې سبب ګرځېدلی. د ښوونځيو جوړېدو او ترميم دغه پروژې په بېلابېلو سيمو کې د زده‌کړې بهير د پياوړتيا او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعليمي چاپېريال برابرولو په لور يو ستر ګام دی.»
په ورته مهال د سرپل والي محترم الحاج مولوي ظريف مظفر، د پوهنې وزير له ورتګ او د یادو پروژو له پلي کېدو څخه مننه وکړه او ويې ويل: «پوهنې وزارت خپل ستر رسالت د علم او پوهې د رسولو په برخه کې تر لېرې پرتو سيمو پورې ترسره کړی دی. ښوونه او روزنه د ټولنیز پرمختګ بنسټ دی، پوهنې وزارت همېشه د خلکو په خدمت کې دی او هڅه کوي ملت د ناپوهۍ له تيارې راوباسي. له همدې امله، مشران او مسئولين هم بايد د خپلو اولادونو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې ترسره او د مسئوليت احساس له ځان سره ولري.»
د يادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له پرانيستې سره، په سرپل ولايت کې د زده‌کړې هراړخيزې اسانتياوې رامنځته او په پایله کې یې زرګونو تنو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې خوندي او مناسب تعليمي چاپېريال رامنځته شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۵۰
Background image

ارزګان ولایت کې د ۹ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژه د  ۴،۵ مېلیون افغانیو څخه په زیات لګښت بشپړه او بیاځلې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په ارزګان ولایت کې د ۷ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴ مېلیون  ۶۵۳ زره  ۱۰۸  افغانیو په ټولیز لګښت سره بشپړه او دوباره په رسمي ډول پرانیستل شوه.
په پورته ذکر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۳۹
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ترمیم او بیا پرانیستل شوه

د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د خیرآباد لومړني ښوونځي ودانۍ بیارغونه، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۳۷۲ زره ۷۳۰ افغانیو په لګښت بشپړه او بیا فعاله شوه.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۲:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ۵ مېلیونه افغانیو په لګښت ۱۸ بابه تعلیمي مرکزونه بیاورغول شول

د تعلیمي اسانتیاوو پراختیا او د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې معیاري چاپېریال چمتو کولو په موخه، پوهنې وزارت د پکتیکا ولایت د ۱۸بابه دیني مدارسو او ښوونځيو د ساتونکو استوګنځایونو. . .

BACK TO NEWS