د پوهنې محترم وزیر، په بلخ ولایت کې د ۴۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ ترمیماتي پروژو پرانیستې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۲:۳
125

د هېواد د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې، دا ځل په بلخ ولایت کې د ۳۰ بابه تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې چې پکې د ښوونځیو ودانۍ، د څښاک پاکو اوبو څاګان، اړین ملحقات او احاطوي دېوالونه شامل دي او ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، ګټې اخیستنې ته وسپارې.
یاد مراسم د بلخ ولایت نهرشاهی ولسوالۍ اړوند د فردوسي محلي ښوونځي په انګړ کې د پوهنې رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني، مسئولینو، یو شمېر ملکی او نظامي چارواکو او د سیمې د علما‌ءکرامو په حضور کې جوړ شول.
په دې غونډه کې د پوهنې محترم وزیر د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو په اړه تفصیلي وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې علماءکرام او استادان دنده لري ترڅو د دینی علومو تر څنګ عصري علوم هم زده‌کوونکو ته ور وښيي.
د بلخ ولایت پوهنې رئیس په خپله وینا کې د پوهنې محترم وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د علم او پوهې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل: د پوهنې کارکوونکي مسئولیت لري ترڅو د ټولنې تعلیمي ودې لپاره هڅې وکړي، ځکه ټولنه هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې استادان تقوا او زده‌کوونکي اخلاص خپل کړي.
د یادونې وړ ده، چې د پورته ذکر شویو پروژو له جملې څخه ۱۱ یې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې "د افغانانو پوهنې ملاتړ بنسټ" له لوري د ۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت تمویل شوې او پاتې ۱۹ پروژې د پوهنې له بودیجې څخه په ۱۰ مېلیونه افغانیو پلې شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۶
Background image

د کونړ ولایت یو باب ښوونځي لپاره څه د پاسه ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو

د کونړ ولایت وټه پور ولسوالۍ په اړندو کې د یو باب ښوونځي لپاره د ۱۵۸ زره ۴۰۰ افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شوی دی.
یاد سیسټم د سیمې د یو مشهور علمي شخصیت ډاکټر ممتاز قاضي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان ولايت له پوهنې منسوبینو، د ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو سره وکتل 

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د لغمان ولايت پوهنې ریاست منسوبینو، د ښوونځیو له مدیرانو او ښوونکو سره د همغږۍ او فکري تنویر په موخه ځانګړې غونډه وکړه.
په پيل کې د ياد ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

د هلمند ولایت یو شمېر ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه او نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۷۶ بابه ښوونځیو ښوونکو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده‌کړې ترویج" په نوم درې ورځنی تعلیمي سیمینار د یوې همکارې ادارې په ملاتړ جوړ شو. . .

BACK TO NEWS