د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
2154

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو زده‌کوونکو ګډون کړی و، چې پایلې یې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي جنت‌ګل عزیز، ښوونکو او زده‌کوونکو په حضور کې اعلان شوې.
د پوهنې رئیس د غونډې په پیل کې د زده‌کوونکو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د لا زیاتې بریا دعا وکړه.
 نوموړي د سیرت‌النبي ﷺ د زده‌کړې او پیژندنې پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه:“د شریعت له مخې د رسول الله ﷺ سیرت زده‌کول فرض دي او دا د خوښۍ ځای دی، چې زموږ زده‌کوونکي د عصري تعلیم تر څنګ په اسلامي روحيه هم روزل کېږي.”
ورپسې د سیالیو پایلې اعلان او بریالي زده‌کوونکي د تقدیرنامو او ډالیو په وېشلو سره وستایل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۹
Background image

د پکتیا ولایت په ۲ بابه ښوونځیو کې درسي خونې او لوبغالی جوړېږي

د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اړوند شهید منصور لېسې لپاره د ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت یو لوبغالی جوړېږي، چې پکې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د وسایطو تمځای او نور اړین ملحقات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۵
Background image

د میدان وردګ ولایت له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

* د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند یوه خیرخواه او معارف‌پال شخص له لوري، د کفتان تاج محمد خان عالي لېسې سره سل زره افغانۍ مرسته شوې ده او یادې پیسې د ښوونځي د ترمیم او بیارغونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

BACK TO NEWS