د لوېديځ زون د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د هرات، فراه، بادغیس، غور او نیمروز ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره د وړتیا لوړونې ۶ ورځنی ورکشاپ، د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، د ښوونې او روزنې آمرینو او مسلکي پراختیا علمي غړو په ګډون د همدغه ولایت پوهنې ریاست په تالار کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د هرات پوهنې رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د هر هېواد پرمختګ او وده په تعلیمي نظام پورې تړلې ده او دغه شان پروګرامونه د ښوونیز کیفیت لوړولو او د ښوونکو د علمي وړتیا د ودې په برخه کې اغېزمن او ګټور دي.
یاده دې وي، همدغه ورکشاپ به د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست روزونکو له لوري، د یوه همکار بنسټ په ملاتړ او د هرات پوهنې ریاست په کوربهتوب د شپږو ورځو لپاره دوام ولري، چې پکې د یادو ولایتونو ۹۶ تنه علمي غړي شامل دي.
