د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د غور ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۶
sadfr

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري غور ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو سره وکتل.
د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د فیروزکوه ښار د ښوونځیو له مسئولینو سره د خبرو پر مهال د ښوونکو د ښوونې او روزنې په برخه کې هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ا.مارت د عالیقدر رهبر ټولې لارښوونې او فرامین، د پوهنې وزارت قوانین او د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون په ټولو تعلیمي ادارو کې باید په بشپړه توګه مراعات او عملي شي.
ورپسې، د غور ولایت پوهنې ریاست مسئولینو د پوهنې وزارت د پلاوي له سفر څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې یاد قوانین او فرامین به په دې ولایت کې د پوهنې ریاست تر چتر لاندې په بشپړ ډول تطبیق او رعایت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS