د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ښوونځیو خزاني فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۴۹
545

د خزاني فوټبال سیالۍ، چې تېره اوونۍ د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ۱۰ بابه لېسو د سپورټي لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د پوهنې وزارت د بدني روزنې د چارواکو په ګډون سره پای ته ورسېدې.
په یادو مراسمو کې د پغمان ولسوالۍ پوهنې چارواکو، ښوونکو او د ښوونځیو زده کونکو او یو شمیر سپورټي مینه والو ګډون درلود.
د ټورنمنټ په وروستۍ لوبه کې، د پیشکسوت، پغمان او شرق لېسو لوبډلې له یو بل سره مخامخ شوې، د دواړو لوریو د نه ستړې کېدونکې هڅو په پایله کې، د پغمان عالي لېسې لوبډلې وکولای شول، چې مخالفې لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې ماتې ورکړي او دغه سیالي وګټي.
د سیالۍ ګټونکي د چارواکو لخوا د سپورتي ډالیو په ورکولو سره وهڅول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل له عالي عربي دارالعلوم څخه ۲۱۷ تنه طلاب فارغ شول 

نن د کابل عالي عربي دارالعلوم د ۲۱۷ تنو طلابو د فراغت شانداره مراسم، د پوهنې وزارت مشرتابه، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د اسلامی ا.مارت لوړپوړو چارواکو، دیني علماءکرامو، استادانو، زده کوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۲۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لندیز

 کابل ښار 
  "د سیرت ستوري" سیالۍ پایلې، چې د کابل ښار نهمې ناحیې د ښوونځیو د ۲۰۰۰ څخه زیاتو زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، اعلان او غوره زده کوونکو ته ډالۍ ورکړل شوې.

 کابل ولایت 
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۸
Background image

په کندهار ولایت کې د څه کم ۸ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې لېسې ودانۍ ورغول شوه

د پوهنې وزارت خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې د کندهار ولایت شاه‌ولي‌کوټ ولسوالۍ اړوند د کیغتو په کلي کې د یوې لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د. . .

BACK TO NEWS