په دایکنډي ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۳۱
طرذطز

د دایکنډي ولایت پاتو ولسوالۍ اړوند په برمني سیمه کې د بحر العلوم‌دیني‌ مدرسې نوې ودانۍ د یو لړ لویو مراسمو په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي شیر محمد صدیقي، دیني‌علماءکرامو، مشرانو او د سیمه ییزو ادارو نور چارواکي حاضر وو، ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې رئیس په ټولنه کې د علم او پوهې اهمیت په اړه خبرې وکړې او له خلکو څخه یې د مننې او قدردانۍ په څرګندولو سره، هغوی د دیني علومو زده کړې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، دغه ودانۍ ۵ درسي خونې، شاوخوا دېوال او نور اړین ملحقات لري، چې د ځايي خلکو لخوا د ۷۶۴ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې او په پایله کې یې له ۷۰ تنو څخه زیاتو طلابو ته مناسب تعلیمي چاپیریال برابر شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS