د پوهنې وزارت پلاوي د نیمروز ولایت له پوهنې ریاست څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزارت کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست پلاوی د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نیمروز ولایت ته لاړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي ګل احمد حقاني او د پروګرامونو له آمرینو سره وکتل.
یاد پلاوي د خپل سفر موخه د عملیاتي پلان او اداري اجراآتو د لومړیتوبونو پلي کول وبلل.
ورپسې د پوهنې رئیس پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې دغه ریاست به ورسره په هره برخه کې همکاري وکړي.
