د پوهنې وزیر د نتایجو او شهادتنامو او د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو د ارزونې ریاستونو څخه رسمي لیدنې ترسره کړې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۴
ظطزظط

د پوهنې وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا، د تضمین کیفیت معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په ملتیا، د نتایجو او شهادتنامو ریاست له چارو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د مراجعینو د عرایضو څانګه، د ښوونیزو بنسټونو د فارغانو آرشیف، د نتایجو د مهرولاک او کوډنګ سیسټم او د شهادتنامو د بانکي چارو بهیر وڅېړه او د مراجعینو ستونزې یې واورېدې. 
د پوهنې وزیر د یاد ریاست مسئولینو ته د چارو د لا ښه تنظیم او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ورکړې.
همدارنګه، د پوهنې وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د یاد وزارت د معیاري ازموینو او د پایلو ارزونې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او د کلنیو یوشان متمرکزه او معیاري ازموینو د پوښتنو د چاپ بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یاد ریاست رئیس مولوي شمس الرحمن حماس په خپلو معلوماتو کې وویل چې معیاري ازموینه د کابل ښار د لسمو ټولګیو لپاره په څلورو مضمونونو اخیستل کېږي او څه باندې ۱۸۰ زره پارچې په محرمو خونو کې چاپېږي. دغه ازموینه د کټینګ له سیسټم څخه برخمنه ده چې د شفافیت په لوړولو کې مهم رول لري.
د پوهنې وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا د دواړو ریاستونو د چارو ستاینه وکړه او څرګنده یې کړه چې د پوهنې وزارت په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ازموینې په یوشان متمرکزه او معیاري بڼه ترسره کېږي. هغه ټینګار وکړ چې د ازموینو معیاري کول د وزارت ستر هدف دی او د دغه بهیر د ملي کولو لپاره هر ډول لازم ملاتړ ته ژمن دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS