د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
65465

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د دایکندي ولایت کیتي ولسوالۍ د ښوونځي یو تن ښوونکي محترم حسین احمدي، د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت د هماغې ولسوالۍ د شالیزار لېسې او لومړني ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکینده او د اړینو تخنیکي وسایلو په تجهیزولو سره یې د زده‌کوونکو استفادې لپاره پرانیست.

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي او انجنیري ټیم د موسهي ولسوالۍ د ښوونځیو ترمیماتي پروژو د کار بهیر وڅاره او د بیا رغونې د چارو لا ښه کېدو لپاره یې مسئولینو ته مسلکي سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS