د ارزګان ولایت پوهنې ریاست علمي او مسلکي غړو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او ودې" ورکشاپ پیل شو 

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۳۱
شظزبط

د ارزګان ولایت پوهنې ریاست لخوا، د ولسوالیو پوهنې آمریتونو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو او د مسلکي پراختیا ښوونکو لپاره د "اغېزمنې زده کړې او ودې" علمي او مسلکي سیمینار پیل شو.
د یاد ورکشاپ په پیل کې د پوهنې ریاست رهبري، چارواکي، د ولسوالیو پوهنې آمرین او د مسلکي پراختیا ښوونکو علمي او مسلکي غړي حاضر وو.
لومړی، د پوهنې ریاست سرپرست محترم الحاج مولوي عصمت الله عاصم د یاد ورکشاپ اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل چې له دغه روزنیز پروګرام څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS