د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۵ یمه غونډه ترسره شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۵:۴
l;k;l

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۵ یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي ریاستونو استازي هم حاضر وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
 ورپسې د اجنډا له مفرداتو سره سم، د اړوندو موضوعاتو په اړه بحثونه ترسره شول او هر استازي د مطرح شویو مسایلو په اړه د غونډې ګډون‌والو سره خپل نظرونه شریک کړل.
همدارنګه په دې غونډه کې، د مراجعینو د ستونزو او غوښتنو په اړه هم تفصیلي بحثونه ترسره او په دې اړه شاوخوا ۱۵ پرېکړې د نورو اجراآتو لپاره اړوندو چارواکو ته واستول شوې.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS