په څو ولایتونو کې د پوهنې کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړولو پروګرامونو پلي شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۵
کممک

لوګر
د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د څلورو ولسوالیو د ښوونځیو شوراګانو ۷۴۰ غړو لپاره روزنیز ورکشاپ جوړ کړ، چې ټاکل شوې ده درې ورځې به دوام وکړي.

سمنګان
د سمنګان ولایت د ۸ ولسوالیو څخه د ۶۲ تنو مسلکي ښوونکو او د پوهنې مدیرانو لپاره د "اغېزمن تدریس او زده کړې هڅونې" تر سرلیک لاندې د تدریسي مهارتونو ښه کولو په اړه یو ورکشاپ ترسره شو.

جوزجان
د جوزجان ولایت د ښوونځیو د ۱۱۰تنو ساینس ښوونکو لپاره یو علمي او میتودیکي سیمینار ترسره شو، چې موخه یې د یادو مضمونونو ښوونکي د نویو تدریسي میتودونو سره بلدول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS