کندهار ولایت کې د ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۸
544

د کندهار ولایت پنجوایي ولسوالۍ د ناخوني په سیمه کې د امام صاحب ښوونځي نوې ودانۍ د پوهنې چارواکو لخوا افتتاح او د زده‌کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.
د چارواکو په وینا، د یاد ښوونځي په جوړولو ټولټال ۷ مېلیونه ۶۱۸ زره ۵۲۴ افغانۍ لګول شوې، چې د پوهنې یوې ملاتړې ادارې لخوا ورکړل شوې دي.
د ښوونځي دغه ودانۍ ۶ درسي خونې، د لمریزې برېښنا سیسټم، پاکو اوبو سره سمبال یو حلقه څاه او ټولې ښوونیزې اسانتیاوې لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS