د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د فراه ولایت دیني مدارسو ازموینو بهیر وڅاره

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳۰
54854

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، چې د دیني مدارسو ازموینو پروسې د څارنې او ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې لپاره فراه ولایت ته تللی، هلته یې د پوهنې مسئولینو سره په ګډه، د ثانویه او مافوق ثانویه ازموینو بهیر وڅاره. 
همدارنګه، نوموړي په هغه غونډه کې چې د فراه ولایت پوهنې ریاست په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د پوهې، اخلاص، صداقت او دیني احساس ترلاسه کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
د پوهنې محترم معین د خپلو خبرو پرمهال څرګنده کړه، چې د ځوانانو لپاره اړینه ده ترڅو د پوهنې وزارت لخوا چمتو شويو اسانتیاوو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، خپلې زده‌کړې او راتلونکې دندې په بشپړ ژمنتیا او مسئولیت ترسره او د خپل خدمت لاره باید د نبوي«صلی الله علیه وسلم» سنتو پر بنسټ وټاکي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS