په غور ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په اړه روزنیز سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۴
کمم

د تدریسي مهارتونو ښه کولو او د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، د غور ولایت مرکز چهارسده، الفاروق، دولتیار او فیروزکوه ولسوالیو کې د ښوونځیو ۱۴۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام پیل شو.
د پوهنې چارواکو په وینا، دغه سیمینار د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شو او اساسي موخه یې د همدغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ښوونکو علمي ظرفیت لوړول دي، ترڅو ښوونکي وکولای شي له دغه روزنیز پروګرام څخه ګټه پورته او په مختلفو تعلیمي برخو کې خپل مهارتونه لوړ کړي.
چارواکو د یاد پروګرام پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه روزنیز پروګرامونه به په غور ولایت کې د پوهنې کیفیت په ښه کولو کې لوی رول ولوبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS