د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار له بلخ ولایت څخه لیدنه وکړه 

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۷
9854965

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم الحاج مولوي سیدغیاث‌الدین آغا د یو شمېر کلتوري چارو تطبیق په موخه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ته ورسېد او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم مفتي محمد شریف عثماني سره د لیدنې ترڅنګ، د ښوونځيو په کتابتونونو کې د کتابونو اروزنې په هکله هراړخیز بحث وکړ.
په یاده غونډه کې، د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار په ښوونځیو کې د دیني او کلتوري پروګرامونو پلي کولو، د کتابتونونو د بډاینې او د لوستلو د کلتور ودې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او چارواکو ته یې په کتابتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو او د هغوی بډاینې لپاره ګټورې او اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS