د ځینو ولایتونو خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۵۸
5145

پکتیکا
د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ کنزالعلوم دیني مدرسې لپاره درې درسي خونې د خلکو لخوا د ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې.

زابل
د زابل ولایت سیوري ولسوالۍ خلکو د ام‌القراء دیني مدرسې جوړولو لپاره په ټولیزه توګه ۱۸۰ زره افغانۍ مرسته کړې، چې د یو جریب ځمکې په ساحه کې به جوړه شي.
یاده مدرسه به له ټولو اړتیاوو سره سم ۴ درسي خونې ولري.
اوس مهال، په دې مدرسه کې ۲۲۰ ته طلاب په زده‌کړو بوخت دي.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د زبیریه دیني مدرسې ودانۍ ترمیم چارې بشپړې او لګښتونه یې د ځایی خلکو لخوا د ۹۰۰۰ افغانیو په اندازه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS