د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د غزني ولایت له پوهنې رئیس او مسئولینو سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۳:۵۶
dxfbncvb

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني او چارواکو سره وکتل.
په دغه غونډه کې، دواړو لوریو د پوهنې اوسني وضعیت، په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیز بهیر، د تعلیمي کیفیت لاښه والي او په تعلیمي سکټور کې د وروستیو مثبتو بدلونونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.
دغه راز د پوهنې مسئولینو ترمنځ د ښوونکو مسلکي وړتیا لوړول، د تعلیمي چارو تنظیم، د تعلیمي مرکزونو ستونزې او د کیفیت تضمین میکانیزمونو په تړاو هم خبرې تبادله شوې.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم معین د یاد ولایت له والي الحاج ملا عبدالصمد جاوید سره هم وکتل، چې په ترڅ کې یې د پوهنې پیاوړتیا، د تعلیمي ادارو ملاتړ او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ اهمیت په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل او په پای کې ولایتي چارواکي د پوهنې پلاوي ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS