د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني ژوندلیک
محترم شیخ عبدالمالک حقاني په ۱۳۴۵ لمریز کال، د زمري/ اسد میاشتې په ۲۴مه نېټه، د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. له وړوکتوب څخه یې د بل هر عادي ماشوم په پرتله، د زدهکړې تنده او د علم روحیه خورا ژوره وه.
نوموړي لومړنۍ زدهکړې په خپل پلرني ټاټوبي (معروف ولسوالۍ) کې کړې دي، د نورو زدهکړو لپاره بلوچستان ته لاړ، هلته یې له مشهورو علماءکرامو لکه؛ مولوي عبیدالله کندهاري رح، غبرګیآخندزاده صاحب رح، مولانا عبدالقادر کاکړي رح او نورو جیدو علماوو څخه زدهکړې ترلاسه کړې، ورپسې یې د دیني علومو وړه او لویه دوره د پېښور په حقانیه اکوړه خټک دارالعلوم او ورسره سم یې په مولاناسیف الله صاحب علمي مرکز کې تخصص فی الفقه اخیستی دی.
شیخ صاحب د خپل علمي سفر تر پای ته ورسولو وروسته تدریس ته مخه کړه، خپل ژوند یې د همدغه علمي ذوق پر بنسټ راپیل کړ او له همدې لارې یې د خپلو خلکو او نسلونو په علمي ښوونه، روزنه، فکري بېدارۍ، اجتماعي او معنوي رڼا خپرولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
نوموړي د تېر اسلامي امارت پر مهال د علماوو شورا غړیتوب درلود، چې د تېر ۲۰ کلن جهاد او مبارزې له پیل سره سم یې د اسلامي امارت د مجاهدینو رهبري په چوکاټ کې د هغوی د اکمال او دعوت دنده پر غاړه واخیسته. وروسته د وضعیت او شرایطو د سختوالي له مخې پاکستان ته کډوال او هلته یې بیا د اسلامي امارت په نظامي کمېسیون کې خپل خدمت ته دوام ورکړ، چې ورپسې د اسلامي امارت په چوکاټ کې شاوخوا ۱۱ کاله د کندهار مرافعې محکمې رئیس او له هغو وروسته د یو کال لپاره د نظامي کمېسیون مسئول او بیا د سترې محکمې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
اوسمهال محترم شیخ عبدالمالک حقاني د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین په توګه دنده ترسره کوي او د ښوونیز نظام د کمي او کیفي برخو لاپیاوړتیا او د هېواد بچیانو په دیني او عصري ښوونه او روزنه کې یې شپه ورځ هلوځلو ته دوام ورکړی دی.
نوموړی د دیني علومو یو روښانه څراغ، د اخلاقو یوه بېمثاله نمونه او د علم په ډګر کې یو بېساری استعداد لري، چې نه یوازې د قرآن کریم او سنتو ژوره پوهه لري؛ بلکې د اخلاقو، عرفان او ټولنیزو چارو په برخه کې هم د نورو لپاره یو ځانګړی مثال لري. د هغه فکر تل د عدالت، صداقت او د خلکو د حقونو په ارزښتونو ولاړ دی او د ټولنې د افرادو په ځانګړې توګه یې د بې وزلو، یتیمو او محرومو خلکو په خدمت کې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.
د محترم شیخ صاحب علمي شخصیت یوازې په مطالعې او پوهې پورې محدود نه دی؛ بلکې د خپلو همعصره جیدو علماءکرامو سره په فکري او علمي مباحثو کې فعاله ونډه لري، د خپلوطلابو او منسوبینو لپاره یو بې بدیله لارښود او د هغوی په روحیه جوړونه او علمي پرمختګ کې د زړه له تله هڅې کوي. درسونه یې تل د علمي فکر پراخولو، د عقل روزنې او د دیني فضیلتونو د ژور فهم سرچینه ده.
په لنډه توګه ویلای شم، چې نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې د دین، اخلاقو او حق لارې د دعوت په برخه کې بېشمېره قربانۍ ورکړې دي. خبرې یې تل د علم، حکمت او روحاني رڼا د سرچینې په څېر خلک راجلبوي او د هغه نوم به د تل لپاره د فضیلت او معرفت په ډګر کې په درناوي یادېږي.