د تړل شویو ښوونځیو له بیا پرانېستلو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۱۸ - ۱۱:۲۰
د تړل شویو ښوونځیو له بیا پرانېستلو سره سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت په هسکي میني ولسوالۍ کې ۸ بابه ښوونځي چې له ۴ کلونو راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، بیرته د زده کوونکو پر مخ پرانېستل شول. 
دغه ښوونځي چې د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو، د یاد ولایت د پوهنې او امنیتي مسوولینو د هلو ځلو او د قومي مشرانو او ښوونځيو شوراګانو په منځګړیتوب بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شول ‎، چې سلګونو زده کوونکو ته پکې د بیا زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ښوونځيو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.  
دسيمې او سېدونکو او قومي مشرانو دیاد ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د فعاله ساتلو ډاډ ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هر ډول مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS