د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۲:۲۶
as

 کونر
د یو تن علم‌پروره شخص لخوا، د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ۶۹ تنو یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو سره د جامو او اړینو درسي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د دغه معارف‌دوست شخص له مرستې څخه د مننې ترڅنګ، له خلکو وغوښتل چې د یتیمو او بې‌وزله زده‌کوونکو د تعلیمي بهیر پیاوړتیا لپاره خپل مادي او معنوي ملاتړ ته دوام ورکړي.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د خوږیاڼو، شېرزاد، پچیراګام او حصارک ولسوالیو ۶۰ تنو راستنېدونکو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د مسئولینو په وینا، ټاکل شوې ده چې د دغې ازموینې ګډون‌وال به د خپلې تعلیمي کچې له مخې په ښوونځیو کې شامل شي.

کاپیسا
د کاپیسا ولایت حصه اول کوهستان ولسوالۍ د بختیار شهید لیسې سره د سیمې د خلکو له لوري ۴۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د مسئولینو په خبره، دغه پیسې د یادې لېسې د لوبغالي جوړولو او د برېښنا سیسټم د ترمیم په برخو کې لګول شوې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې ښوونکو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د فکري او اخلاقي اصلاح، سالمې ښوونې او روزنې او د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د غزني ولایت په یوه ښوونځي کې نوي ټولګي جوړ او ترمیم شول

د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ اړوند رسني لېسې د ۱۶ درسي ټولګیو د ترمیم، شپږو نویو درسي ټولګیو جوړولو او څلور جریبه ځمکې پېرلو چارې د ځایي اوسېدونکو په مالي همکارۍ د ۱.۴ میلیون افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو خبرونو لنډیز

خوست
د خوست ولایت په مرکز کې د نصرت‌مېنې لېسه د ځایي اوسېدونکو په ۵۵ زره افغانیو مالي ملاتړ ترمیم او تجهیز شوه.

ننګرهار
 د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ اړوند شهید نورمحمد خان لومړني. . .

BACK TO NEWS