د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۲۸
سیشسز

غور
د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۲۱ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه، درې ورځنی مېتودیکي ورکشاپ ترسره شو.

ننګرهار
د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ علم‌پروره خلکو له لوري د ۳۵ زره افغانیو څخه په زیات لګښت، د یادې ولسوالۍ پوهنې آمریت په انګړ کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه له اړوندو تخنیکي ملحقاتو سره تر کیندنې وروسته چمتو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کندهار
د کندهار ولایت پوهنې ریاست لخوا د احمدشاهي اول لېسې ممتازو زده‌کوونکو لپاره علمي سیر ترسر شو.
د یاد ولایت پوهنې مسئولینو د زده‌کوونکو لپاره علمي سیرونه د تعلیمي ودې او خلاقیت پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او ډاډ یې ورکړ چې دغه ډول پروګرامونه به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

پکتیا
 د یو همکار بنسټ لخوا د ۱۸۰ زره افغانیو په ارزښت، د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د تیرې نمونوي لېسې ته ۱۲۰ پایې مېزونه او څوکۍ ورکړل شوې.
همدارنګه د یاد ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مرسته د راستنېدونکو کډوالو زده‌کوونکو لپاره ۲۵ تقویتي ښوونیز ټولګي فعال کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS