د ولایتونو له پوهنې څو خبرونو ته لنډه کتنه 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳
65152

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست له ۶۱ تنو هغو زده‌کوونکو  څخه چې هېواد ته راستانه شوي دي، د یاد ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
په پلان کې ده چې یاد زده‌کوونکي د ازموینې د نتایجو له مخې د خپلې تعلیمي کچې مطابق په ښوونځيو کې شامل شي.

سرپل
په سرپل ولایت کې پنځه ورځنی مسلکي سیمینار پیل وشو، چې ۶۸ تنه آمرین، مدیران، سرمعلمان او ښوونکي یې ګډون‌وال دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس له ګډون‌والو غوښتنه وکړه چې د اداري او تدریسي مېتودونو زده کړې لپاره دې له دغه فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.

دایکنډی
د دایکنډي په مرکز نیلي ښار کې شپږ ورځني روزنیز ورکشاپ د ښوونې او مؤثرې زده‌کړې ترویج لپاره د ۵۵ ښوونکو په ګډون سره پیل شو.
د پوهنې مسئولینو وویل چې د ۱۴۰۴ کال په جریان کې ۱۲۰۰ تنو ښوونکو د مسلکي پرمختګ پروګرامونه بشپړ کړي دي.

کونړ
د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ اړوند مرکزي لېسې لپاره د ۱۵۱ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
 د مسئولینو په وینا، دغه سیسټم د اسمار ولسوالۍ یو تن اوسېدونکو لخوا چمتو شوی و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS